شمله رادیو

شمله راډیو په هرساعت کې د هېواد او نړۍ په کچه وروستي خبرونه خپروي، د خبرونو مهمې سرچینې معتبرې نړیوالې رسنۍ، پژواک خبري اژانس، ازادي راډيو او یو شمیر نوري رسنۍ دې.

شمله راډیو خپلواکه راډیو ده، چې ۱۸ ساعته له غزني څخه خپرونې کوي. د شملې خپرونې د سهار له شپږو څخه د شپې تر ۱۲ بجو په (87,7) اېف اېم څپو خپریږې؛ شمله رادیو پر غزني سربېره دپکتیکا، پکتیا، وردګو، زابل او لوګر، ولایتونو په یو شمېر سیمو کې هم په رڼه بڼه اورېدل کېږي. شمله راډیو په 2019 م کال کې خپرونې پیل کړې. ددې راډيو د اوریدونکو شمیر ورځ تر بلي زیاتیږې ځکه چې دغزني په یوشمیر سیمو کې نوري رادیو ګاني کار نکوي.